
د کابل ښاروالۍ له خوا د اوولسمې ناحیې اړوند د بوستان سړک له مخې څخه د تالاشۍ تر سیمې پورې، د خیرخانې کوتل (کابل–پروان) سړک د څلورمې برخې د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې.
دغه پروژه چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ۵.۹۵۰ کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده، تر راتلونکو ۲۰ میاشتو پورې به بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خیرخانې کوتل سړک څلورمه برخه د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو ده چې، په بشپړېدو سره به یې په دې سړک کې ترافیکي وضعیت لا ښه، د ښاریانو تګ راتګ اسانه او د اړوند سیمو اقتصادي او ټولنیزې ودې ته به زمینه برابره شي.
د خیرخانې کوتل سړک د کابل په شمالي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه دی چې، کابل د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
ورته مهال د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې ۹۰ سلنه او د درېیمې برخې ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د دغو برخو د جوړولو پاتې چارې هم هر څه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د یاد سړک د ټولو برخو د چارو په بشپړېدو سره به هېوادوالو ته په یوه مهمه نښلوونکي او ترانزیتي لاره د تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته او د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا ته به زمینه برابره شي.
د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې


