د هوتخیلو له بازار څخه تر ګمرک پورې د کابل – جلال آباد سړک د لومړي فاز د دوه کیلو متره نورې برخې قیرچارې په دوه لیکو کې پیل شوې.
یاد سړک چې د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، اوس مهال یې دواړو خواوو ته پخوانۍ سړک د ۲۲ مترو په سور سره پراخ او جوړېږي.
تر اوسه د دې سړک ۳ کیلو متره برخه په دوو لیکو کې قیر شوې ده او ورته مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د یادې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي څو د سړک کیفیت او دوام تضمین شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار یوه مهمه نښلوونکې لار پراخه او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د مکروریان- پکتیا کوټ سړک د دوه کیلو متره نورې برخې قیر چارې پیل شوې


