
د کابل ښاروالۍ د زېربنايي پروژو د پلي کولو پر دوام، د خوشحالخان له دویم نمبر لېسې څخه د پډولې تر درېیمې پروژې او له هغه ځایه د کابل–لوګر سړک په اوږدو کې تر سنګ نوشتې پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ او منظمه توګه روانې دي.
د دې پروژې لومړۍ برخه د خوشحالخان د دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او دویمه برخه یې د پډولې له درېیمې پروژې څخه تر سنګ نوشتې سیمې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري. یاده پروژه د اوومې او شلمې ناحیې اړوند سیمو کې په معیاري او اساسي ډول طرحه شوې او ټاکل شوې چې، په روان کال کې بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د پډولې سیمې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د چهلستون سړک به د کابل- لوګر له سړک سره ونښلول شي.
همدا راز دا پروژه د ګڼې ګوڼې په کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې هم اغیزمن رول لري.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کیفیت د تضمین، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو او د چارو د چټکتیا په موخه، له ټولو پړاوونو څخه دوامداره فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د پدولې- سنګ نوشتې سړک د جوړولو چارې روانې دي


