
د پنځمې ناحیې اړوند له خوشحال خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او۲۰ مترو په سور سره د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي، چې د جوړولو چارې یې په معیاري توګه بشپړې شوې.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د نوموړي په وینا؛ د دې پروژې له پلی کېدو څخه موخه، د ښاري زېربناوو ښه والی، د ترافیکي بهیر تنظیم او د ښاري خدمتونو د کچې لوړول دي.
تر دې وړاندې د سرک د نشتون له امله د سیمې اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د دې پروژې په پلی کېدو سره یې شته ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.
له خوشحال خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولوچارې بشپړې شوې


