
د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک او بګراميو سړک ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه دغه پروژه ۵۵ سلنه پرمخ تللې ده.
یاد سړک د ۱.۵ کیلومتره اوږدوالي او ۲۰ مترو سور سره د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو، د ۱۰۵۰ متر مکعب استنادي دېوال، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ملالۍڅلورلارې ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه تخنیکي او فني څارنه کوي، څو په غوره کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړه شي.
دغه راز دغه پروژه د تګ راتګ د آسانتیاوو رامنځته کېدو، ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه پلې کېږي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د احمدشاه بابا مېنې–بګراميو نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۵۵ سلنه کاري پرمختګ لري


