الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له نوروزآباد څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې


د بنستيزو برخو تر جوړېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې له نوروزآباد (ایمل مهمند) څلورلارې څخه د دولسمې امنیتي حوزې تر څنګ پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې.
دغه سړک د ۲.۰۹۶ مترو په اوږدوالي، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
په لومړي پړاو کې به د دې سړک ۸۱۰ متره برخه په دوو لینونو کې قیر شي چې، په ټولیزه توګه ۱۶۲۰ متره کېږي.د پلان له مخې د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي څو هغه هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو په ځانګړې توګه د دوولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.