الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

قیر چارو ته د بیني حصار– ستانکزي څلورلارې سړک د پاتې برخو د چمتووالي چارې دوام لري


د اتمې ناحیې اړوند د بیني حصار–ستانکزي څلورلارې د نښلوونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو او قیر چارو ته یې د چمتو کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې د دغو برخو قیر چارې ډېر ژر پيل شي.
دغه سړک چې، د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی، تر اوسه یې ۱۲۵۰ متره برخه په دوو لینونو کې قیر شوې او د پاتې برخې د جوړولو چارې یې هم په دوو لینونو کې دوام لري. د دې پړاو له بشپړېدو سره به د سړک د پاتې برخې د قیر اچونې لپاره لازم شرایط برابر شي.
د بیني حصار– ستانکزي څلورلارې د سړک پروژه یوازې د سړک جوړولو چارې نه رانغاړي، بلکې د پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، د څراغونو نصب، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک اړوندو نورو تأسیساتو جوړول هم پکې شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه په راتلونکو نږدې دریو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برمانو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د پلي کولو له بهیر څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي، څو یې چارې په غوره کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړې شي.