د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند د پغمان په خواجه لکن سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي.
په دې پروژه کې چې۷۲۰ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري، د ۱۴۰ متر مکعب استنادي دېوال او لښتیو جوړول هم شامل دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه تر اوسه ۶۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ او چاپېریال اړوند ستونزې تر ډېره هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د څوارلسمې ناحیې په ۲۴م ګذر کې د یو فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


