
د کابل ښاروالۍ لهخوا د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې.
دغه سړک چې، ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار د لوېدیځ سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د کارته سه، د چهاردهي د چهارقلعه او علاءالدین درې لارې سیمو اقتصادي او متوازنې پراختیا ته زمینه برابره شي.
له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې د نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې


