الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بیني حصار- ستانکزي څلورلارې د سړک پاتې برخې قیر چارو ته چمتو شوې


د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او قیر چارو ته چمتو شوې دي.
دغه سړک چې، د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی، ۱۲۵۰ متره برخه یې په دوو لیکو کې څه موده وړاندې قیر شوې او د پاتې برخو قیر چارې به یې هم ډېر ژر پیل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.