الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د ۴،۰۴۹ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره سورسره د هزاره‌ بغل د نوي نښلوونکي سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، له منشي میرغلام سیمې څخه د کابل–پروان تر سړک پورې روانې دي.
دغه پروژه چې، په دوو برخو کې طرحه شوې ده، لومړۍ برخه یې له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي میر غلام سیمې پورې ۶۳۵، ۲ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او هم مهاله یې د جوړولو چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو، پلچکونو، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د نورو تاسیساتو جوړول شامل دي. ټاکل شوې چې دغه پروژه په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې په اساسي توګه بشپړه شي.
د هزاره‌ بغل نوی نښلوونکی سړک چې، د خیرخانې کوتل د بدیلې لارې په توګه، د کابل ښار په شمالي زون کې له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې د خیرخانې کوتل په اوږدو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او شاوخوا سیمو ته به د خلکو د لاسرسي زمینه برابره شي.
دغه راز د دې سړک جوړېدل به د ترافیکي شبکې د پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د کابل ښار د شمالي سیمو د منظمې پراختیا لپاره هم زمینه برابره کړي.
پاتې دې نه وي چې، د دغو دواړو برخو په جوړېدو سره به د دې سړک ټول اوږدوالی ۶،۶۸۴ مترو ته ورسېږي.