
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د دې سړک د ۹۳۰ مترو په اوږدوالي بلې برخې قیر چارې ترسره شوې.
د دې پروژې یاده برخه د ۱۱مې او ۱۷مې ناحیې اړوند، له سرای شمالي څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې، د نفت او ګاز ادارې مخې پورې غځېدلې ده.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۳ زره او ۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، د ښاري معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی.
تر دې وړاندې د دې سړک دوه کیلومتره برخه د ۲۱ مترو په سور قیر شوې او اوس یې د ۹۳۰ متره نورې برخې د قیر چارو په ترسره کولو سره د دې مهم سړک د پراختیا او جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د پروژې ټولې پاتې چارې د روان کال په ترڅ کې بشپړې او دغه سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د خیرخانې کوتل سړک چې، د کابل له مهمو مواصلاتي لارو څخه دی، د هېواد له شمالي ولایتونو سره د پلازمېنې د نښلولو اساسي سړک بلل کېږي او هره ورځ زرګونه موټر پرې تګ راتګ کوي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، په سړک د کرښهو اچولو او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د۹۳۰ متره بلې برخې قیر چارې بشپړې شوې


