الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په ۱۶م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅې کانکریټ‌ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له‌ خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د ۱۶م ګذر اړوند د پغمان په سنګ‌چال سیمه کې د درېیو فرعي سړکونو او یوې کوڅې کانکریټ چارې پیل شوې دي.
دغه پروژه په هغو سیمو کې د ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلې کېږي چې، لږه پراختیا یې کړې او له ښاري خدمتونو څخه بې‌ برخې دي. ټاکل شوې ده ورته نورې پروژې هم د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې طرحه او پلې شي.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۷۷۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي. د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دغه پروژه تر اوسه ۴۵ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې له پلي کېدو سره هم‌ مهاله، هره ورځ د سیمې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ تنو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې د سړکونو د وضعیت د ښه‌ والي ترڅنګ د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم اغېزمن تمامېږي.
د څوارلسمې ناحیې د ۱۶م ګذر اوسېدونکي چې تر دې وړاندې د سړکونو او کوڅو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، د دې پروژې له پلي کېدو خوښ دي او وایې چې، په بشپړېدو سره به یې دوی ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
دوی همداراز د ښاري تأسیساتو د ساتنې په برخه کې پر خپلې همکارۍ ټینګار وکړ.