
د علاءالدین درې لارې او تخنیکم سیمې ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه موټریز پُل د کانکرېټ چارو تر بشپړېدو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
دغه پُل چې، ۲۸ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، د جوړولو چارې یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او په نږدې ورځو کې به یې قیر چارې ترسره شي.
ورته مهال د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د ۱۷۶۷ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي، چې تر اوسه۹۰ سلنه پرمختګ لري.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک لومړۍ طبقه او د ۱۵۰۰ متره برخې دویمه طبقه قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې دي او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
دا یوازې د سړک او پله پروژه نه ده، بلکې د کابل ښارد نښلوونکې شبکې یوه کړۍ ده چې، په بشپړېدو سره به یې د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي.
دغه پروژه چې په هغې کې، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي، یوه مهمه زېربنايي پروژه بلل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.
د علاءالدین درې لارې او تخنیکم ترمنځ نښلوونکی سړک او پُل د ترافیکو پرمخ پانیستل شول


