
د بنسټيزو برخو ترجوړېدو وروسته، د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو قیرچارې د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
دغه سړک چې له نجات څلي څخه تر چرخآب سیمې پورې د ۷ کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی، تر اوسه یې شاوخوا ۴ کیلومتره برخه په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې او په وروستیو کې یې د یوې فرعې لیکې ۷۵۰ متره نوره برخه قیر شوې ده.
ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخود جوړولوچارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د کانالونو، پُل ګوټو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د دې سړک نورې برخې دي چې، د جوړولو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
د کابل–لوګر سړک د کابل ښاروالۍ له ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته او ښاري زېربناوې به پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده چې، دغه سړک د کابل په سویل کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي.
د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې قیرچارې روانې دي


