
د ښار د سړکونو شبکې د پراختیا او د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د دهبوري له شه-ید له څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک د پراختیا او جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري.
دغه سړک چې، ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، ۱۲۰۰ متره برخه یې څه موده وړاندې قیر شوې ده او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي څو هغه هم هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
همدا راز د یاد سړک د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او نورو برخو د جوړولو چارې هم د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي.
دا پروژه د ښار د بېلابېلو سیمو د نښلولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، دغه پروژه د پلان له مخې پر مخ روانه ده او هڅه کېږي څو د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د دهبوري له شه-هید څلورلارې څخه تر سیلو پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري


