الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بره‌ کي څلورلارې کې د هوايي پله د ګاډرونو نصبولو چارې پیل شوې


په بره‌ کي څلورلارې کې د موټرو د هوايي پله د له وړاندې جوړو شویو ګاډرونو د نصبولو چارې د استحکامي ستنو د جوړولو چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې.
د پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام په دې اړه وویل: دا هوايي پُل د دهن‌ باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې پر لور، د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او د ۸ مترو په لوړوالي طرحه شوی چې، ۲۴۷ استحکامي ستنې ( پایې) لري. د نوموړي په وینا؛ دغه پروژه تر اوسه ۶۰ سلنه پرمخ تللې او د ګاډرونو د نصبولو چارې د شپې مهال د ځانګړو خوندي او تخنیکي تدابیرو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې، د پله د ګاډرونو د نصبولو ترڅنګ، د بره‌ کي څلورلارې د تل‌لارې د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
په بره کي څلولارې کې تل‌‌لاره د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور، د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او د ۵.۵ مترو په ژوروالي سره طرحه شوې ده.
د بره‌ کي څلورلارې ډیزاین د نړیوالو معیارونو مطابق، د هوايي پله او تل‌لارې په بڼه شوی دی. دغه پروژه چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پلې کېږي په بشپړېدو سره به یې د کابل ښار په یوه مهمه او ستره نښلوونکې لاره کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه او د ښاریانو لپاره به د منظم او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د دې څلورلارې هوايي پُل په څلورو لیکو کې ( دوه د تګ او دوه د راتګ) طرحه شوی چې، د هم‌ سطحې تقاطع په له منځه وړلو سره به ترافیکي بهیر تنظیم او په سیمه کې به له ترافیکي ستونزو څخه مخنیوی وشي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د کابل مرکزي سیمې له شمال او لوېدیځ زون سره ونښلول شي، بلکې ترانسپورتي شبکه به پراختیا ومومي او د کابل ښار په بڼه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.