د هوايي ډګر له څلورلارې څخه د ګمرک ترسیمې پورې د اصلي سړک د پاتې ۲۵۰ متره برخې قیر چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې دغه سړک په نږدې راتلونکي کې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د یوه کانال، لښتیو، پلیولارو، جدولونو، ګلدانونو او د پلچکونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول هم شامل دي.
د دغه سړک په بشپړېدو سره به د عامې روغتیا څلورلارې، مکروریانو، هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې ترافیکيګڼه ګوڼه کمه او د وسایطو تګ راتګ به لا تنظیم شي.
د یادونې وړ ده چې، یاد سړک د ۲۷۹۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره سور سره په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه او جوړ شوی دی.
د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې سړک د پاتې برخې قیر چارې بشپړې شوې


