
د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې، له نوروزآباد (ایمل مومند) څلورلارې څخه د دولسمې امنیتي حوزې ته څېرمه پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې د ټولو تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره په منظم ډول روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې ۲۱۹۶ متره اوږدوالی او له ۳۰ څخه تر۴۰ مترو پورې سور لري، د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د دولسمې ناحیې اړوند نورو سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د دې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوروزآباد – دولسمې امنیتي حوزې د سړک قیرچارې روانې دي


