الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان‌خان او کابل–جلال‌اباد سړک ترمنځ د سړک په اوږدو کې د پله جوړولو چارې روانې دي


د شپاړسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان‌خان او کابل–جلال‌آباد سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د یوه اساسي پله د جوړولو چارې په په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پلې کېږي، اوس مهال یې د استحکامي ستنو(پایو) او د پله د غاړو د دېوالونو د جوړولو چارې ترلاس لاندې دي.
د دې پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د کابل- جلال آباد سړک او د مکروریانو څلورلارې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، دغه پروژه د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د روان کال په ترڅ کې بشپړه او د ګټې اخیستنې ته یې وسپاري. یاد پُل۴۲ متره اوږدوالی او ۲۰.۴ متره سور لري چې، د لا ډېر ټینګښت لپاره یې ۷۰ ستنې او ۴۰ ګاډرونه په پام کې نیول شوي دي.