الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د فرش کانکرېټ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د دوامداره هڅو په پایله کې د ګاډرونو تر نصبولو وروسته، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د فرش کانکرېټ چارې پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر خوش‌محمد سیحون په دې اړه وویل: د یاد پُل فرش (دک سلب) ۱۱۵.۸ متره اوږدوالی او ۱۸ متره سور لري چې، د پله اساسي او اصلي برخه ګڼل کېږي.
دغه پُل چې په ټولیزه توګه د ۲۳۵ مترو په اوږدوالي، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالي سره د جوړېدو په حال کې دي، ۴۷۲ متره شیرواله لري او د ۹۰ فایلونو او ۶ استحکامي ستنو په وسیله درول شوی دی.
د یادې پروژې په ډیزاین کې، د ۱۵۰ مترو شعاع په درلودلو سره د ۳۳ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم شامل دی چې، د جوړولو چارې یې روانې دي او د ترافیکي بهیر په تنظیم کې مهم رول لري.
یاد پُل په څلورو لینونو کې چې، دوه یې د تګ او دوه نور یې د راتګ دي، طرحه شوی او لوپ ته ورته رمپورنه لري او د خوندي، چټک او روان تګ راتګ زمینه برابروي.
د پروژې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دې پله د جوړولو چارې تر اوسه ۷۰ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي څو تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا چې سالنګ واټ د ښار یوه ګڼه ګوڼه لرونکې او مهمه مرکزي سیمه ګڼل کېږي، اړتیا وه څو دلته یوه غیر هم سطح تقاطع رامنځته شي، چې په دې کار سره به د لینونو له تداخل مخنیوی وشي او همدا راز به په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.