الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ له پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه په دوو برخو کې روانې دي.
اوس مهال د کاري پلان او تخنیکي معیارونو له مخې د دې سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د پراختیا په برخه کې یوه مهمه پروژه شمېرل کېږي.
په دې پروژه کې د سړک د نورو اړینو جزئیاتو جوړول هم شامل دي چې، چارې به یې د ۱۴ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل- کندهار لویې لارې مسافرو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز یاد سړک د کابل ښار د لوېدیځې برخې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.