الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بیني حصار- ستانکزي څلورلارې د سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي


د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي او ډېر ژر به بشپړې شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۱۶۵۵ متره اوږدوالی او۴۰ متره سورلري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د نورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
دغه راز له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي چې، د بنسټيزو برخو تر جوړېدو وروسته به یې قیر چارې پیل شي.
د دغو دوو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل – لوګر سړک له بګرامیو سیمې سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه تر اوسه ۷۰ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي څو هر څه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.