
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د نجات څلي په څلورلارې کې د موټریز هوايي پله او دوو دایروي رمپونو( انټرچنج سیسټم) د جوړولو چارې روانې دي.
د نجات څلي هوايي پل چې، په شپږو لیکو کې، (درې د تګ او درې د راتګ) طرحه شوی دی، په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۲۸ متره سور لري. دغه راز دا پُل شاوخوا ۷ متره لوړوالی لري څو د پله لاندې د وسایطو د خوندي تېرېدو او د ترافیکي بهیر د تنظیمولو زمینه برابره شي.
په دې پروژه کې دوه دایروي لوپ ته ورته رمپونه هم جوړېږي چې، یو یې ۲۵۲ متره او بل یې ۲۳۹ متره اوږدوالی لري او شعاع یې ۴۸ او ۵۰ متره ده. دغه رمپونه به له نښلوونکو سړکونو سره یوځای جوړ شي، څو وسایط وکولای شي پرته له درېدو او تداخل څخه د بېلابېلو ترافیکي محورونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.
د نجات څلي هوايي پُل چې د کابل- لوګر پر اصلي سړک طرحه شوی دی، د ښار د نفوس د زیاتوالي، د وسایطو د شمېر د لوړوالي او د معیاري او عصري ترانسپورتي سیستمونو د رامنځته کولو اړتیا ته په کتو، د کابل ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي.
دا سیمه د کابل ښار یوه له ګڼه ګوڼې لرونکو تقاطع څخه ده چې، د کابل- لوګر او کابل- جلال آباد دوه ترانسپورتي دهلیزونه یو له بل سره نښلوي. په دې سیمه کې د ترافیکو درنه ګڼهګوڼه هره ورځ د وخت د ضایع کېدو، د تېلو د مصرف د زیاتوالي، د ترانسپورتي لګښتونو د لوړوالي، د چاپېریال د ککړتیا او د ترانسپورتي سیستم د ګټورتیا د کمېدو لامل کېږي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې له طرحې وړاندې هر اړخیزې ترافیکي څېړنې، د ارقامو راټولول او تخنیکي تحلیلونه ترسره شوي دي. د دغو څېړنو پایلې ښيي چې، د نجات څلي څلورلارې په اوس وخت کې د ترافیکو د اوسني او راتلونکي حجم د مدیریت وړتیا نه لري او د غیرهمسطح تقاطع جوړول د دې ستونزې د مدیریت لپاره له اغېزمنو حللارو څخه ګڼل کېږي.
کابل ښاروالۍ د دې پروژې په پلي کولو سره، د ترانسپورتي شبکې د نوي کولو، د ترافیکي ګڼهګوڼې د کمښت، د ښاري نظم د ښه والي او د ښاریانو د تګراتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام اخلي.
تمه ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت لوړ، د سفر وخت کم او په کابل ښار کې د دوامداره ښاري پراختیا او د ترانسپورتي خدمتونو د کیفیت ښه کېدو ته زمینه برابره شي.
د نجات څلي په څلور لارې کې دهوایي پله او دایروي رمپونو د جوړولو چارې روانې دي


