
د اوومې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده دغه مهمه زېربنايي پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۱۸۳۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، پُل ګوټو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څویې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د فیصل ښارګوتي او پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د پډولې- فیصل ښارګوټي د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


