
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د ۳۸م ګذر اړوند د ریشخورو د فامیلیو په سیمه کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړکونه او کوڅې په ټولیزه توګه د ۵۶۲ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې دي، چې د جوړولو چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمې اوسېدونکي وايي: په تېرو کلونو کې د دغو کوڅو او سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو زیاتو ستونزو سره مخ وو، چې له نېکه مرغه د ناحیې د مسئولینو په وړاندیز یې جوړول د کاري پلانونو په لومړیتوبونو کې شامل شوي او د کابل ښاروالۍ له دې اقدام څخه خوښ دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکي ګڼو آسانتیاوو ته لاس رسی مومي او بله خوا به دوی ته د کار زمینه هم برابره شي. همدا راز یاده پروژه د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې هم اغیزمن رول لري.
پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې دپلي کېدو اصلي موخه، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول او د ښاري خدمتونو د کچې لوړول دي.
د ریشخورو په فامیلیو کې د ۱۱ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې


