
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند له کارته نو څخه تر قلعه زمان خان پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دغه سړک د کارته نو سیمې د اوبو رسونې شرکت ته څېرمه څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، تر اوسه یې د ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي یوه او د ۱۳۰۰ مترو په اوږدوالي بله لیکه قیر شوې ده. دغه راز د ۲ کیلو متره نورې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په نږدې ورځو کې به قیر شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو، د بایسکل چلولو ځانګړې لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
ټاکل شوې ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې مهم نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د کارته نو، قلعه زمان خان او کابل- جلال آباد سړک ترمنځ تګ راتګ آسانه او د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې به شته ترافیکي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د کارته نو - قلعه زمان خان نښلوونکې سړک د جوړولو پروژې د بشپړېدو په موخه، هڅې روانې دي


