
د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دا سړک چې ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پُل ګوټو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو اوپه سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولان هڅه کوي څو یاده پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې جوړول د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، د ترانسپورتي شبکو د پراختیا، د سیمو د نښلولو او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي


