
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان پخواني سړک د دویمې لیکې د بیارغونې چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د سړک د زیانمنو برخو د بیا رغونې سربېره، د ټول سړک د قیر کولو چارې هم شاملې دي او هڅه کېږي څو دغه سړک د تخنیکي او ښاري معیارونو مطابق په نږدې راتلونکي کې د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د یاد سړک لومړۍ لیکه چې، د قرغې بند له سیمې څخه تر طاق ظفر پورې ۹۱۵۳ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، تېر کال د کابل ښاروالۍ له خوا په اساسي بڼه جوړه شوې ده.
دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او له ۹ څخه تر ۱۲ مترو په اوږدوالي، له ۲ څخه تر ۴ مترو په سور د ۱۶ پلچکونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا، د یادې پروژې پاتې چارې د پلان له مخې روانې دي او ټاکل شوې چې، په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو او هغو ښاریانو ته چې، د پغمان تفریحي سیمې ته تګ راتګ کوي، ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پغمان د پخواني سړک د دویمې لیکې د بیارغولو چارې دوام لري


