د دولسمې ناحیې اړوند د څرخي پله زندان لوېدیځ لوري ته سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک د ۷۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۵.۵ مترو په سور سره د جوړېدو په حال کې دی او تمه کېږي چې د راتلونکو پنځو میاشتو په ترڅ کې په معیاري توګه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په سیمه کې د ترانسپورتي شبکې ظرفیت لوړ او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د څرخي پله زندان لوېدیځ لوري ته سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې روانې دي


