د کابل ښاروالۍ له خوا د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمانخان پروژې د مکروریانو د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م اصلي سړکونو د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، پلچکونو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
یاد سړکونه به د قلعه زمانخان عمومي سړک، د اوبو رسولو له نوي سړک او د الوخېلو له سړک سره ونښلوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د اقتصادي ودې او د ښاري سړکونو د شبکې پراختیا ته زمینه برابره شي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه سړکونه د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین مطابق، په ټولیزه توګه د ۲۸۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره طرحه شوي دي.
د قلعه زمان خان پروژې اړوند مکروریانونو د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


