الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرآباد سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي


د څلورمې ناحیې اړوند تاجور سلطانه ښوونځي ته څېرمه د وزیرآباد په زرغونه سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې اِن‌شاءالله بشپړې شي.
په دې پروژه کې د احاطې دېوال، شپږو دروازو، کټارو، پلیو لارو، ګلدانونو، تزیني فوارو، د ساتونکې خونې، د اوبو زېرمې، زرغونې سیمې، سیوري ځای،اوږدو څوکیو، کانتین، تشنابونو او د ماشومانو لپاره د لوبغالي جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د ورزش او تفریح لپاره یوه زرغونه، سالمه او معیاري فضا رامنځته او بله خوا به د ښار ښکلا زیاته او د ښاریانو د ژوند کیفیت به نورهم ښه شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پارک په ۹۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره جوړېږي.