الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو له پله څخه د بت خاک تر څلورلارې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولوچارې روانې دي


د اتمې او دوه‌ ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ څلورلارې (بت‌خاک څلورلارې) سویل لوري ته سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دغه پړاو په لنډه موده کې بشپړ او سړک قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۵.۶۳۴ متره اوږدوالی، ۳۰ او ۴۵ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د بګرامیو له پله څخه تر بت‌خاک څلورلارې پورې نوی نښلوونکی سړک به د بګرامیو سړک د بدیلې لارې په توګه د ښار د دې برخې د ترانسپورتي شبکې په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ترافیکي بهیر یوه برخه د بګرامیو له سړک څخه دې سړک ته ولېږدول شي او بله خوا به ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه او د ښاریانو تګ‌ راتګ به آسانه شي.
دغه راز د دې سړک په جوړېدو سره به د اتمې او دوه‌ویشتمې ناحیې په ځینو برخو کې د اقتصادي فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره زمینه هم برابره شي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د زیربنایي پروژو په بشپړولو او د نویو سړکونو په پراختیا سره د ښار د سړکونو شبکه پراخه او د ښاریانو د تګ‌ راتګ او ښاري ژوند لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته کړي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې، ان‌شاءالله، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.