
له منشي میرغلام سیمې څخه د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې دغه پروژه د راتلونکي یوه کال په موده کې اِنشاءالله بشپړه شي.
دا سړک چې، ۴ زره ۴۹ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو، پُل ګوټو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
یاد سړک چې د هزاره بغل سړک پر دوام د جوړېدو په حال کې دی، د خیرخانې کوتل سړک بدیله لاره ګڼل کېږي او په جوړېدو سره به یې د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د منشي میرغلام- کابل پروان سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


