
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ودانیزو او د سړک جوړونې قراردادي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د سړک جوړونې د روانو او نویو پروژو د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، پروژې باید په پوره رښتینولۍ، امانتدارۍ او د هېواد پالنې د احساس له مخې پلې شي. نوموړي وویل چې، قراردادي شرکتونه مکلف دي څو د سړک جوړونې پروژې د ډیزاین، تخنیکي سندونو، ټاکل شویو معیارونو، ټاکلي وخت او په غوره کیفیت بشپړې کړي.
کابل ښاروال زیاته کړه چې، هېچا ته اجازه نه ورکوي څو د غیرمعیاري او بې کیفیته کارونو له امله د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او فرصتونو د ضایع کېدو لامل وګرځي. د نوموړي په وینا،د پروژو په پلي کولو کې هر ډول ناغیړي، سرغړونه او ځنډ د منلو وړ نه دی او د کابل ښاروالۍ له لوري به په جدي توګه وڅېړل شي او د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له قراردادي شرکتونو سره د اصولو او مقرراتو له مخې قراردادونه وځنډول شي.
کابل ښاروال له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې، د هوا مساعدوالي ته په کتو د خپل کاري ظرفیت په کارولو سره دې هڅه وکړي څو د روانو پروژو ځیني برخې د هوا له سړېدو وړاندې بشپړې کړي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې باید د کار بهیر د څو کاري شیفتونو په رامنځته کولو سره تنظیم شي، څو له یوې خوا د پروژو د پلي کېدو بهیر چټک او له بلې خوا د ښاریانو او لېږد وسایطو لپاره ستونزې رامنځته نشي. هغه د خوندیتوب تدابیر، اوبه شیندل او د اضافي توکو لېږد اړین وباله.
نوموړي څرګنده کړه چې، کابل ښاروالۍ د معیاري پروژو د پلي کولو او د دوامدارو ښاري زېربناوو د رامنځته کولو په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه کوي چې، د سړکونو د شبکې په پراختیا او د ترانسپورتي زیربناوو په ښه والي سره د کابل ښار متوازن پرمختګ او دوامدارې پراختیا ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د ښاري زیربناوو د پراختیا او چټکتیا په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې د ګڼ شمېر پروژو د پلي کېدو چارې روانې دي او د پلان له مخې د یو شمېر نورو سړکونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
کابل ښاروال د سړک جوړونې پروژو پر چټکتیا، کیفیت او پر وخت بشپړېدو ټینګار وکړ
4 سنبله 1405


