الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ په درې لارې کې د ځمکې لاندې سړک د جوړولو طرحه وروستۍ شوه


د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ درې‌لارې د ځمکلاندې سړک او ترافیکي دایرې د جوړولو په موخه، د ترافیکي احصاې راټولولو چارې بشپړې شوې او اوس مهال پروژه د ډیزاین په پړاو کې ده چې، له بشپړېدو وروسته به یې د پلي کېدو چارې پیل شي.
دغه ستره زیربنایي پروژه د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمښت، ښاریانو ته د تګ‌ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو او د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د ظرفیت د لوړولو په موخه طرحه شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس انجنیر فایق احمد تسل په دې اړه وویل: کمپنۍ درې‌لارې د کابل ښار د ترافیکي شبکې له مهمو برخو څخه ده چې، د ښاري وسایطو ترڅنګ د کابل–کندهار پرسړک تګ راتګ کوونکي ګڼ شمېر وسایط هم له دې درې لارې تېرېږي.
د نوې طرحې له مخې او د تخنیکي څېړنو له ترسره کېدو وروسته، د کابل–کندهار سړک ترافیکي بهیر به د ۶۳۰ مترو په اوږدوالي، ۲۷ مترو په سور او ۶ مترو په ژوروالي د یوه ځمکې لاندې سړک په وسیله له سیمه ییز ترافیکي بهیر څخه جلا شي او د کابل–کندهار پر سړک تلونکي وسایط به پرته له دې چې، په تقاطع کې تم شي، خپل سفر ته دوام ورکړي.
دغه راز د ځمکې لاندې سړک په پاسنۍ برخه کې د ترافیکي بهیر د تنظیم، وېش او خوندي تګ راتګ لپاره یوه ترافیکي دایره هم په پام کې نیول شوې ده.
په دې طرحه کې د فرعي سړکونو، پلیولارو، بایسکل‌ چلولو لیکو او د زرغونو سیمو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به، د کمپنۍ درې‌لارې ترافیکي ظرفیت لوړ، د وسایطو د ځنډ وخت کم او د دې ګڼې‌ګوڼې لرونکې سیمې هندسي جوړښت به ښه شي.