
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د ۱۲م ګذر اړوند په آغا علي شمس سیمه کې د دوو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه، ۶۲۰ متره اوږدوالی او له ۲ څخه تر ۶ مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي.
مسئولین وایي چې، د دغو کوڅو د جوړولو چارې به انشاءالله په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ په تېرو کلونو کې د کوڅو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د اوومې ناحیې د مسئولینو د وړاندیز پر بنسټ؛ د یادو کوڅو جوړول د کاري برنامو په لومړیتوبونو کې شامل شول چې، په پلي کېدو سره به د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي.
د دې پروژې د پلي کولو موخه، د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کول او د ښاري خدمتونو د کچې لوړول دي.
د اوومې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې


