الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګراميو پورې د سړک پاتې برخې قیر کولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي

د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه د بګراميو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې وروستۍ پړاو ته نږدې شوې دي او هڅې روانې دي، څو دغه برخې په لنډه موده کې قیر کولو ته چمتو شي.
اوس مهال د سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي چې له بشپړېدو وروسته به یې د پاتې برخو قیر چارو ته زمینه برابره شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولولیکو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژې د پلی کېدو بهیر په دوامداره توګه له تخنیکي پلوه څاري، څو پروژه د ټاکل شویو معیارونو مطابق، په غوره کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړه شي. یاد سړک چې، په ټولیزه توګه ۲.۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، تر اوسه یې ۵۹ سلنه برخه قیر شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ستانکزي څلورلارې او بګرامیو سړک ترمنځ تګ‌ راتګ آسانه او ښاریانو ته به ګڼې ترانسپورتي او سیمه ییزې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د معیاري زیربناوو رامنځته کېدل به د شاوخوا سیمو د منظمې پراختیا او د ښاري او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.