الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

5 سنبله 1405


د چارو د لا ښه تنظیم، د اجراآتو د بهیر د چټکتیا او د بېلابېلود ښاري برخو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د ښاروالۍ د مرستیالانو، مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، د ښاري مدیریت اړوند پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه شریک شول. د قبالو د ثبت لارښود، د کابل ښاروالۍ د پوروړو د حسابونو تصفیه، د ودانیزو جوازونو د صادرولو فورمې، د صنفي جوازونو او لوحو اړوند موضوعات، د نویو سړکونو په اوږدو کې د تفصیلي پلانونو جوړول، د ګرځنده پلورونکو د فیس لایحه او د ښاریانو د حقوقي سندونو اداري پړاونه، د غونډې د بحث وړ موضوع ګانې وې.
په غونډه کې کابل ښاروال پر لا ډېرو هڅو، د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ او د دندو د لایحې له مخې د مسئولیتونو په ترسره کولو ټینګار وکړ او له مسئولینو یې وغوښتل چې، د ښاري مدیریت په ټولو چارو کې دقت او له هر ډول غفلت او سرغړونې څخه مخنیوی وکړي.