الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د باغ قاضي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او دغه پروژه د بنسټیزو چارو د پرمختګ او بشپړېدو په لور روانه ده.
د باغ قاضي سړک چې، د نجات څلي له سیمې څخه تر ابن‌سینا روغتون پورې د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور سره طرحه شوی دی، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره یې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو دغه پروژه ان‌شاءالله د روان کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به په دې مهمه سیمه کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدوسربېره، سوداګریزو، خدماتي او روغتیايي مرکزونو ته د ښاریانو لاس رسی آسانه او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د معیاري لښتیو، پلیو‌لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.