الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د شلمې ناحیې اړوند د چرخ آب له سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د کابل–لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د کابل لوګر سړک دویمه برخه چې، ۳.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د استنادي دېوالونو، پلیو لارو، لښتيو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښواچولو په ګډون په دوو لیکو کې د جوړېدو په حال کې دی.
د کابل–لوګر سړک دویمه برخه د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د دې سړک ترافیکي وضعیت ښه ، د ښاریانو او مسافرو تګ‌ راتګ آسانه او د شاوخوا سیمو اقتصادي او ټولنیزې پراختیا ته به زمینه برابره شي.
دغه سړک د کابل ښار په سوېلي برخه کې د یوه مهم اقتصادي دهلیز په توګه، له سوېلي ولایتونو سره د پلازمېنې په نښلولو او د مسافرو او مالونو د لېږد په آسانتیا کې هم مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د کاري پلان له مخې، ان‌شاءالله په راتلونکي یو کال کې بشپړه شي.