الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل له بازارونو څخه ۲۵۴۰ کیلوګرامه کم‌وزنه د تلې ډبرې راټولې شوې

7 سنبله 1405


د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د ښار له بازارونو څخه د څارنې په لړ کې، ۲٬۵۴۰ کیلوګرامه کم‌ وزنه د تلې ډبرې راټولې شوې چې، د یو شمېر هټۍ‌والو له خوا ترې ګټه اخیستل کېده او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شوې.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د اصنافو د جرمونو او سرغړونو د ثبت آمر مولوي خیالي‌الرحمن په دې اړه وویل: د تلې ډبرې باید معیاري او له ټاکل شوي وزن سره سمې وي او د هټۍ‌والو پلور هم باید د توکو د واقعي وزن پر بنسټ ترسره شي، له دې پرته به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
نوموړي زیاته کړه چې، یو شمېر هټۍ‌وال له دودیزې تلې او ډبرو او ځینې نور بیا له برښنايي تلې څخه ګټه اخلي چې، د هغو ټولو د کارونې څرنګوالی به د اصولو او مقرراتو له مخې په منظم ډول و ارزول شي.