
د درېیمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا د آسمايي غره د کوڅو، زینو او زرغونو سیمو د جوړولو پروژې انجنیران د غوره کړنو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله وستایل شول.
دا پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د آغاخان خیریه بنسټ په مرسته، د درېیمې ناحیې په څلورم او پنځم ګذر کې د ښاري چاپېریال ښه کولو، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه پلې کېږي.
په دې پروژه کې د ۱۵۰۰ متر مربع استنادي دېوالونو، ۲۵۰۰ متر مربع زینې، ۹۰۰۰ متر مربع زرغونه سیمه، د ۷۵۰ مترو په اوږدوالي کټارې، د ۱،۵ او ۲ مترو په سور د ۲۰۰۰ متره کانکرېټي پلې لارې، اوږدې څوکۍ او د نیالګیو کېنول شامل دي.
د آسمايي غره د لمنې اوسېدونکي د دې پروژې ګټه اخیستونکي دي، چې په بشپړېدو سره به یې دوی ته اړینې آسانتیاوې او مناسب تفریحي ځایونه رامنځته شي.
دغه پروژه اوسه ۹۰ سلنه پرمخ تللې او ان شاءالله تر راتلونکو دوو اونیو پورې پورې به بشپړه چې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل ښاروالۍ د داسې پروژو په پلي کولو سره غواړي چې، ښاریانو ته مناسب ښاري خدمتونه وړاندې او اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.
د آسمايي غره د لمنو د جوړولو پروژې انجنیران وستایل شول
7 سنبله 1405


