
د درییمې ناحیې اړوند د دهبوري له شهید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې فرعي لیکې قیر چارې ترسره شوې.
دغه سړک د ښاري سړکونو د شبکې د پراختیا، د ترانسپورتي اړیکو د ښه والي او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د ۱۹۱۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی.
تر دې وړاندې هم د یاد سړک ۱۲۰۰ متره برخه قیر شوې او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي، څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
یاده پروژه د سیمو د نښلولو او د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول لري چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په ورڅېرمه سړکونو به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
مسئولین وایي چې، دغه پروژه د پلان له مخې پر مخ روانه دهاو هڅه کېږي چې، په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې پروژې له بېلابېلو کاري پړاونو څخه څارنې کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د یوې فرعي لیکې قیر چارې ترسره شوې


