الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ترعرفاني سړک پورې د امید سبز ښارګوټي سړک قیر چارې د بشپړیدو په حال کې دي


د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ښه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده دا پروژه ان شاءالله په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، د یادې پروژې دویمه برخه تر قلعه قاضي پورې د ۱۱۱۷ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده چې، د جوړولو چارې یې روانې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو کاري پړاونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.