الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان سړک په اوږدو کې د یوه کانال او پلګوټي د جوړولو چارې روانې دي


د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د راټولېدو د مخنیوي په موخه، د قلعه زمان‌خان او د کارته‌ نو–کابل جلال‌آباد د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې، د پلګوټي په ګډون د یوه کانال د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي.
دغه کانال چې، ۶۷ متره اوږدوالی، دوه متره سور او دوه متره ژوروالی لري، ټاکل شوې په راتلونکې یوه میاشت کې په معیاري ډول ان‌شاءالله جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې په دغه سیمه کې د معیاري کانال د نشتوالي له امله د بارانونو په موسم کې اوبه راټولېدې او د ښاریانو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کولې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په یاده سیمه کې د سطحي اوبو د مدیریت او د اوبو د راټولېدو د مخنیوي لپاره، اساسي او دوامداره حل لاره رامنځته شي.