الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له چهارقلعه چهادهي څخه تر پُل خشک پورې د سړک د خنډونو د پاکولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له لوري د سیمې د اوسېدونکو په ملتیا د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند له چهارقلعه چهاردهي څخه تر پُل خشک پورې د نوي نښلوونکي سړک د استملاکي ملکیتونو او خنډونو د پاکولو چارې روانې دي.
دا سړک د برچي سړک د بدیلې لارې په توګه جوړېږي چې، ۵۱۲۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده په راتلونکي یوه کال کې ان شاءالله په معیاري او اساسي ډول جوړ شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د برچي د عمومي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ښاریانو ته به د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د دغه سړک جوړول د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي چې، د ترانسپورتي شبکې په پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو، د سیمو ترمنځ د لاسرسي په ښه کولو او د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د زمینې په برابرولو سره به د ښار په منظمې او معیاري پراختیا کې اغېزمن رول ولري.
همدا راز د دې پروژې په پلي کېدو سره به غیر پلاني سیمې په پلاني بدلې او ورسره جوخت به ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.