الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعه شانان سیمه کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پيل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۳۳م ګذر اړوند په قلعه شانان سیمه کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، دغه سړکونو او کوڅې چې، په ټولیزه توګه ۸۸۴ متره اوږدوالی، ۳.۵ او ۵ متره سور لري، په د درېیو میاشتو کې به جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، تر دې وړاندې د کوڅو او سړکونو د خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، په جوړېدو سره به یې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د دې پروژې له پلي کېدو څخه موخه، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول او د مناسبو لنډو بوختیاوو رامنځته کول دي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.