
ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک د نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې ۲۳۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي.
له پُل خشک څخه تر قلعه قاضي پورې د سړک د پراختیا چارې روانې دي


