الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې– تخنیکم د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخې قیرچارې بشپړې شوې

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د پاتې ۴۸۰ متره برخې قیر چارې، د دې سړک په اوږدو کې د یوه نوي پله د جوړولو چارو له بشپړېدو وروسته ترسره شوې.
دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د اصلي پله د فرش د جوړولو چارې هم بشپړې شوې او ټاکل شوې چې، دغه سړک ډېر ژر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د علاءالدین درې لارې– تخنیکم نښلوونکي سړک پراوږدو کې د موټرو تګ راتګ لپاره پل چې ۲۸ متره اوږدوالی او ۱۸،۴ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا جوړ شوی دی.
د پله د کانکریټ چارو او د استحکام لپاره د اړینې مودې له تېرېدو وروسته، دغه پل د قیر اچولو او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.
د علاءالدین څلورلارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو اساسي چارې، چې ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې چارو د بشپړېدو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شوې دي.
د پله د ودانیزو چارو د ترسره کېدو له امله، د یاد سړک یوه برخه تر دې وړاندې قیر شوې نه وه، خو اوس د پله د جوړولو چارو له بشپړېدو سره یاده برخه هم قیر شوې ده.
دغه پروژه یوازې د یوه سړک او پله د جوړولو پروژه نه ده، بلکې د کابل ښار د نشأوونکې شبکې د بشپړېدو یوه مهمه کړۍ بلل کېږي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي اوبله خوا به د ترانسپورټي ستونزو د کمښت او د ښاریانو د تګ راتګ واټڼ د لنډېدو ترڅنګ، د اقتصادي فعالیتونو د ودې او د شاوخوا سیمو پراختیا ته به زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي.